Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امربالمعروف وزارت: د ناوړه موخو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارولو اجازه نشته.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

امربالمعروف وزارت: د ناوړه موخو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارولو اجازه نشته.



د امربالمعروف او نهي‌عن‌ المنکر وزارت ویلي چې د ټولنیزو رسنیو محتوا تعقیبوي او هېڅ کس یا بنسټ ته اجازه نه‌شته چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو ناسمو او غیراخلاقي موخو لپاره وکاروي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر نن (دوشنبه، ثور ۲۲) یوه ویډیويي غږ کې ویلي چې د امربالمعروف وزارت له خپلو امکاناتو او صلاحیتونو څخه په ګټې اخیستو د ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري او تعقیبوي یې چې د ولس د عقیدې او فکر تخریبولو هڅه کوي.

هغه ویلي چې ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو، دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یوالي او د یو بل درناوي لپاره وکارول شي، نه داچې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي.

هغه په ټینګار سره زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو ناسمه او غیرمشروع ګټه اخیستل د قانوني تعقیب وړ دی.

مطالب

امربالمعروف وزارت
د ناوړه موخو لپاره د ټولنیزو
کارولو اجازه نشته

دا خبر نورو سره شریک کړئ