Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې بې‌وزلو کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

کندهار کې بې‌وزلو کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول.

په کندهار کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه، شلو بې‌وزله کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي: «یاد تجهیزات له مسلکي روزنې وروسته ورکول شوي، څو مستحقې کورنۍ د خپل کار د لارې خپل ژوند تمویل کړي.»

د نوموړي په وینا، د پروژې په ازمايښتي پړاو کې شل کورنۍ شاملې دي او تمه ده چې ۶۰ کسان به ترې ګټه واخلي. د دې پروژې لګښت ۳۰۰زره افغانۍ اټکل شوی دی.

حقمل زیاتوي: «دغه ماشينونه د وړیو څخه د تار د تولید وړتیا لري چې هره ورځ تر شلو کیلوګرامه تار اوبدلی شي. بازار کې هر کیلو تار تر سل افغانۍ پېرودل کېږي چې دا د کورنیو د عوایدو ښه سرچینه جوړېدای شي.»

رحمت‌الله، چې له دغې پروژې برخمن شوی وايي: «موږ ته له روزنې وروسته دغه ماشينونه راکړل شول. اوس کولی شو خپل کور ته نفقه برابر کړو، او نورو ته هم کار ورکړو.»

قدرت‌الله ته هم دغه ماشینونه ورکړل شوي، نوموړ یې، په اړه وایي: «پخوا بېکاره وم، خو اوس دا وسایل موږ ته د کار زمینه برابره کړې ده.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، تر روان کال پورې به د نورو مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ، د هغو کورنیو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مطالب

کندهار کې بې‌وزلو کورنیو ته
د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ