Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د ۱۴کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
۹ دلو ۱۴۰۳

خوست کې د ۱۴کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.



د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالي څخه د دغه ولایت تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کیلو مټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نادرشاه کوټ ولسوالي د ځني‌خيلو شمبوات بازار څخه تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کيلومتره سړک اساسي جوړونې چارې پيل شوې.

خبرپاڼه کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت له قوله ویل شوي چې د ياد سړک لګښت هم د کورنيو چارو سرپرست په مالي ملاتړ جوړېږي.

قانت له قوله دا هم ويل شوي چې له کلونو وروسته په لرې‌پرتو سیمو کې د رغونې کارونه پيليږي.

خبرپاڼه کې د مرستیال والي له قوله دا هم ویل شوي چې ځيني‌خيل د خوست يوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې پخوا د رغونې په برخه کې ورته هېڅ پام نه‌دی شوی.

خبرپانه کې زياته شوې چې د سيمې اوسېدونکي د ياد سړک چارو پيل ته خوښ دي. يوه قومي مشر اغاجان ويلي، د دې سړک پر جوړېدو سره به د یادې سیمې د خلکو د تګ راتګ پرمهال ستونزې حل شي.

خوست کې له دې وړاندې هم د سړک جوړونې او نورې پروژې پلې شوې چې له بشپړېدو وروسته یې، د یاد ولایت اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مطالب

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالي

دا خبر نورو سره شریک کړئ