Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نتن‌یاهو: تهران به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

نتن‌یاهو: تهران به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي.



د اسراییلو په زړه کې د ایران د توغندیزو بریدونو سره هم‌مهاله لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو تهران ته د غچ اخیستول ګواښ کړی دی.

بنیامین نتن‌یاهو له یادو بریدونو وروسته پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې ایران به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي.

هغه ویلي: «موږ به د دې برید بشپړه بیه د تهران له دیکتاتورانو واخلوو.»

ایران نن سهار د اسراییلو تل‌ابیب ښار په زړه کې ګڼ توغندي ویشتلي چې د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، تراوسه درې کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ ټپیان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي د وژل شویو او ټپیانو شمېر له دې هم لوړ شي.

په ورته مهال د ایران بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي اسراییلو سره د جګړې پر دوام ټينګار کړی. هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ به یرغلګر له خپلې کړنې پېښمانه‌وو او دې ته به یې اړ کړو چې خپل تاوان ورکړي. موږ په ویاړ او زړورتیا له ځان دفاع ته دوام ورکوو.»

بل‌خوا د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز بیا پر ایران د بریدونو د ډېروالی خبر ورکړی دی.

مطالب

نتن‌یاهو: تهران
به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ