Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې ۲۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

کابل کې ۲۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو د مخنیوي لومړنۍ محکمې له خوا ‍۲۵ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو ‎ته د الکولي مشروباتو، د نشې ذیکپ او کا ټابلېټونو، چرسو او ښيښې د پلور او قاچاق په جرمونو سزا ورکړل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړنۍ محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر دوه کاله او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او  له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي دي.

سترې محکمې لیکلي، دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تایيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

مطالب

کابل کې ۲۵ کسانو ته
تعزیري سزا ورکړل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ