Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې د اسراء راډیو فعالیت پیل کړ.
۵ ثور ۱۴۰۴

فراه کې د اسراء راډیو فعالیت پیل کړ.



د اسراء راډیو مدیر مسوول عبدالبصیر رحماني وايي، دغې ولسي راډیو تېره ورځ د ځايي مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول فعالیت پیل کړ.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر فاضل فیاض د رسنیو فعالیت د اوسني نظام لپاه ستره لاسته راوړنه بولي او وايي، د پوهاوي کچې لوړولو کې د رسنیو رول مهم دی.

د یادونې ده چې فراه ولایت کې دامهال دوه تصویري، ۷ غږیزې او یوه چاپي رسنۍ فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو راهیسې هېواد کې شاوخوا نیمايي رسنۍ تړل شوي او زرګونه خبریالان وزګاره شوي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

مطالب

فراه کې
د اسراء راډیو
فعالیت پیل کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ