Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران کې افغان سفارت د پاسپورټونو بیه ۵۰ ډالرو ته را ټیټه کړې.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

ایران کې افغان سفارت د پاسپورټونو بیه ۵۰ ډالرو ته را ټیټه کړې.

په تهران کې افغان سفارت پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو په بیو کې کموالی راغلی دی. 

سرچینې ویلي، چې د لوی مشر د هدایت پر بنسټ او په ایران کې د افغانانو ستونزو ته په پام د پاسپورټ بیه له ۱۲۰ ډالرو ۵۰ ډالرو ته راښکته شوې ده”. 

سرچینې زیاته کړې، چې له دې وروسته په ایران کې میشت افغانان کولی شي په نوې بیه خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. 

سرپرست حکومت دا پریکړه په داسې حال کې کوي چې د ایران حکومت په وروستیو څو اونیو کې زرګونه افغانان په جبري ډول هیواد ته ستانه کړي دي.

مطالب

ایران کې افغان سفارت
د پاسپورټونو بیه
۵۰ ډالرو ته را ټیټه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ