Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بریټانیا: د افغانستان سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

بریټانیا: د افغانستان سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو.

د افغانستان لپاره د بریټانیا چارسمبالي رابرټ ډېکسن او ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره ۱.۱ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو له لوري ولګول شي. 

د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بریټانوي استازو له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلې یې دي چې لندن به له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي.

 مولوي عبدالکبیر د بریټانیا د همکارۍ هرکلی کړی او د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو جوړولو کې د مرستو غوښتنه کړې.

 نوموړي ټینګار کړی چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي او زیاته کړې یې ده چې د سرپرست حکومت له خوا د نړیوالو اندېښنو په اړه ګامونه اخیستل شوي، نو لویدیځ هېوادونه باید نور د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ ونکړي.

مطالب

بریټانیا: د افغانستان سرپرست حکومت
سره تعامل ته دوام ورکوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ