د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال نه باید د حقوقي
مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي. په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال
سازمان د رسنیو مسوول ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال نه باید د قانوني
پړاونو له تېرولو پرته و ایستل شي. د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه
غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره
نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي. له دې ټولو سره سره د پاکستان دولت د
قانوني اسنادو د نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي. خو
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۴ کال تر
پایه به د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو
اجازه ورنکړي.