Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اېلن ماسک د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو اعلان وکړ.
۱۷ جوزا ۱۴۰۴

اېلن ماسک د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو اعلان وکړ.

د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو مشرا اېلن ماسک اعلان کړی،چې د «امریکا ګوند» په نوم یې د یو نوي سیاسي ګوند د جوړولو اراده کړې.

 د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، د اېلن ماسک دا اقدام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هغه د سختو اختلافاتو وروسته رامنځته کېږي.

 تېره اونۍ ماسک په اېکس پاڼه کې یوه نظر پوښتنه خپره کړه او د دغه خواله رسنۍ کې یې له خپلو ۲۲۰میلیونه څارونکو څخه پوښتي، ایا د دې وخت نه دی راغلی چې داسې ګوند جوړ شي چې د امریکا د منځنۍ طبقې ۸۰سلنه استازیتوب وکړي؟». 

له ۸۰سلنه څخه زیاتو ځواب ویونکو له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده. د نظرپوښتنې یوه ورځ وروسته، ماسکاعلان وکړ چې هغه د دې نوي سیاسي خوځښت لپاره «امریکا ګوند» نوم غوره کړی دی.

مطالب

اېلن ماسک د یوه نوي
ګوند د جوړولو اعلان وکړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ