د پکتیا مرکز ګردېز ښار پاکولو لپاره عمومي حشر شوی.
د ګردېز ښاروالي له لوري نن دوشنبه، چنګاښ نهمه، د ښاريانو سره په ګډه د ښار د پاکولو لپاره عمومي حشر کړی چې د ښاروالي مسوولانو، ګردېز ښاريانو او ګذر وکيلانو پهکې برخه اخیستې وه.
د ياد حشر د پيل په مراسمو کې د ګردېز ښاروال حبيبالله اخندزاده حامد وويل چې ياد عمومي حشر د ښار د پاکوالي لپاره شوی چې ګڼو خلکو پهکې ګډون کړی دی.
هغه دغهراز زياته کړه چې د ښار پاکوالی يوازې د ښاروالي مسووليت نهدی، بلکې د ښار پاک ساتلو کې دې ښاريان هم خپل مسووليت ادا کړي.
ښاروال له خلکو غوښتنه وکړه چې د ښار بېلابېلو برخو کې د کثافاتو لپاره کثافتدانۍ ایښې دي چې ښاريان بايد هلته کثافات وغورځوي، ځکه په وینا یې، بېځايه غورځول يې ښار چټلوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.
نوموړي وویل: «له ښاريانو مو غوښتنه ده چې کثافات بېځايه ونهغورځوي، کثافتدانۍ مو ایښې دي او هغو ځايونو کې به نورې هم کېږدو چې نشته نو کثافت په خپلو ځايو کې بايد واچوي. د ښار پاکواای يوازې ښاروالي مسوليت ندی، بلکې ښاريان او دوکانداران هم مسوليت لري.»
په ورته مهال د ياد حشر يوشمېر ګډونوال او ګردېز ښاريان هم خوښ دي چې د ښار پاکوالي لپاره حشر کېږي. د حشر يوه ګډونوال سميعالله سلام وطندار ته وويل چې دا ډول حشرونه ښاريانو د عامه پوهاوي برخه کې خورا مهم دی.
هغه هم له ټولو ښاريانو غوښتنه وکړه چې د ښار پاکوالي کې دې خپل مسوليت ادا کړي او کثافات دې بې ځايه نه غورځوي.
د حشر يوشمېر نورو ګډون والو بياغوښتنه وکړه چې د ښار پاکوالي دا ډول حشرونه دې زيات شي چې هم خلکو ته عامه پوهاوی کېږي او ټول ښار له يوې مخې پاکېږي.