نورجلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخه کې د قطر همکاري مهمه بللې.
د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي (سهشنبه، وري ۵) کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مُردف القاشوطي سره لیدلي دي.
دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو په تامینولو، د قطر له لوري کندهار کې د ۴۰۰بستریز روغتون په جوړولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو بحث او خبرې کړي دي.
نورجلال جلالي د قطر له دوامداره همکاریو مننه کړې او د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره یې په معیاري توګه د روغتونونو تجهیز او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول مهم بللي.
هغه همدارنګه د افغانستان روغتیايي برخې سره د قطر په همکارۍ ټینګار کړی دی.
ورته وخت کې کابل کې د قطر شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان صحي برخې سره همکاریو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي تر دې وړاندې د روغتیا له نړیوال سازمانه هم غوښتي وو چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ګډ کار او مرسته وکړي.