لوګر: د دهنو ـ زرغون ښار سړک هموارکاري او جغل اچونې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ مسوولین وایي چې، د دهنو – زرغون ښار عمومي سړک د هموارکارۍ او جغل اچونې چارې پیل شوې.
د محمدآغې ولسوالۍ مطبوعاتي مسؤل محمدجمیل ستانکزی وایي، چې د یاد سړک ټولې کار چارې د محمدآغې ښاروالۍ د امکاناتو او ماشینرۍ په مرسته ترسره کیږي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، یاد سړک د ژمي پرمهال د واورو له کبله زیانمن شوی وو، چې په وینا یې عامو خلکوته یې ستونزې را ولاړې کړې وې.
د محمدآغې ولسوالۍ مسوولین وایي، چې د یاد سړک په بیاځلې رغېدو سره به؛ پر زرغون ښار سربېره د څو نورو کلیو د ځایي ولسونو ستونزې هوارې او دوی ته اسانتیاوې برابرې شي.