Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هرات – خواف له لارې ۲۶ سوداګريز باروړونکي اورګاډي هېواد ته را رسېدلي.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

د هرات – خواف له لارې ۲۶ سوداګريز باروړونکي اورګاډي هېواد ته را رسېدلي.

د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سمنټو، بورې او تېلو ۲۶ باروړنکي اورګاډي د هرات – خواف له لارې افغانستان ته رسېدلي دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه واردات د کورني بازار د اړتیا په پوره کولو کې مهم رول لري. د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات – خواف اورګاډي له لارې افغانستان ته ۲۶ باروړنکي ګاډي رسېدلي، چې په کې سمنټ، بوره او تېل شامل دي. ولایتي چارواکو دا د وارداتو د اسانتیا او اقتصادي ثبات د پياوړتیا په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.

 چارواکو زياته کړې، چې هره ورځ لسګونه سوداګريز توکې له همدې ريل پټلۍ له لارې واريديږي.

مطالب

د هرات – خواف له لارې ۲۶
سوداګريز باروړونکي اورګاډ
هېواد ته را رسېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ