Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې نورستان ته سفر کړی.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې نورستان ته سفر کړی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې ډو ویل مو کورجې د یوه پلاوي په ملتیا نورستان ولایت ته سفر کړی دی. سرچینې ویلي، چې نوموړې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره کتلي دي.

 سرچینې زیاته کړې، چې هغې په کتنه کې د ختیځ زون د یو ان ډي پي مسول او د ولایت د سکټوري ادارو مشرانو هم حضور درلود. 

مېرمن کورجې وویل چې د سفر موخه یې د ولایتي ادارې سره همغږي، د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د ملاتړ راجلبول او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. 

هغې زیاته کړې، چې غواړي د زېربنا، روغتیا، پوهنې، سړکونو، پلچکونو او کوچنیو برېښنا بندونو له لارې د سیمې اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

مطالب

د ملګرو ملتونو
د پراختیايي پروګرام مرستیالې
نورستان ته سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ