Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو پر حوثیانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړی.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

اسراییلو پر حوثیانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړی.



د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز یمن کې د حوثي ډلې پر ضد د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

کاتز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسراییل د دې وړتیا لري چې د هر ډول برید او دښمن پروړاندې له ځان دفاع وکړي. حوثیان به له سختو بریدونو سره مخ شي، که دوی پر موږ بریدونو ته دوام ورکړي. د اسراییل دفاعي ځواکونه هر ډول ماموریت ته چمتو دي.»

د اسراییلو دفاع وزیر همداراز پر ایران هم تور لګولی چې د حوثي ډلې مالي ملاتړ کوي او وسلې ورکوي. نوموړي پر ایران هم د برید خبرداری ورکړی دی.

د اسراییلو دفاع وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا او حوثي ډلې پر یوه بل د بریدونو درولو په اړه تړون کړی دی.

د یاد تړون له مخې، حوثیانو ژمنه کړې چې په سره سمندر کې به د امریکا اړوند بېړیو برید نه‌کوي. په ورته مهال امریکا هم ژمنه کړې چې یمن کې به پر حوثي ډلې برید نه‌کوي.

بل‌خوا حوثي ډلې اعلان کړی چې پر اسراییلو بریدونه د یاد تړون برخه نه‌دي. دوی ویلي چې پر اسراییلو خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

مطالب

اسراییلو پر حوثیانو
د سختو بریدونو خبرداری ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ