Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ایران ته تللی
۲۸ جدی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ایران ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ټرانزيټي چارو د رییس محمد الله بختیار په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی ایران ته تللی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی پخوانیو سفرونو کې د شویو هوکړو د تخنیکي څارنې او چابهار بندر کې د دغه وزارت د دایمي استازولۍ لپاره د زمینې برابرولو په موخه ایران ته تللی دی. چابهار بندر د سیمې هېوادونو د سوداګریزې پراختیا او د ټرانزیټ په برخه کې مهم رول لري.

مطالب

صنعت او سوداګرۍ وزارت
محمد الله بختیار

دا خبر نورو سره شریک کړئ