Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسراییلو برید؛ ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

غزه کې د اسراییلو برید؛ ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د غزې په خان یونس کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید پرمهال لږترلږه ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې برید کې یوشمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

برید د خان یونس پر یوه ښوونځي شوی چې د جګړې له کبله ګڼو کورنیو په‌کې پناه اخیستې وه.

د غزې په ګڼو سیمو کې د جګړو له کبله زرګونه کسان ښوونځیو او نورو عامه ودانیو کې مېشت دي چې ډېری وخت د اسراییلو تر برید لاندې راځي.

روغتیايي چارواکي وايي چې په دې هوايي برید کې ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییلو په بریدونو کې تر دې مهاله لږترلږه ۵۴،۵۱۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۴،۹۰۱ نور بیا ټپیان شوي دي.

همداراز غزه کې د روانو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي او د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، د خوړو له کمښت سره مخ دي.

مطالب

غزه کې د اسراییلو برید
۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ