Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګري ملتونه: میلیونونه کډوال د اختر لمانځلو توان نه لري.
۱۷ جوزا ۱۴۰۴

ملګري ملتونه: میلیونونه کډوال د اختر لمانځلو توان نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې میلیونونه کډوال د جګړو، بې‌ځایه کېدو او سختو شرایطو له امله نه شي کولای اختر په سمه توګه ولمانځي.

 هغه پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، ډېری دغه کسان په ناورین‌ځپلو سیمو لکه غزه، سوډان، بنګله‌دېش او افغانستان کې ژوند کوي، او د اختر د لمانځلو لپاره لازم امکانات نه لري.

مطالب

ملګري ملتونه
میلیونونه کډوال
د اختر لمانځلو توان نه لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ