Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې بشپړې شوې.
۲۳ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې بشپړې شوې.


د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷ بېلابېلې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، «دغه پروژو کې د دوو لويو ذخيروي بندونو ساتني اوڅارنې، سربندونو، کانالونو، استينادي ديوالونو، حوضونو او کاریزونو  جوړونه، بیارغونه او پاکاري شاملې دي، چې له دغو پروژو له بشپړېدو سره، ١١٦٩٠ هکتاره ځمکه خړوبيږي.»

عمرزي زیاته کړه، په نوي کال کې به د لوګر ولایت په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې هم د اوبو مدیریت یو شمیر مهمې پروژې عملي شي.

د پل‌علم یوه بزګر وحیدالله وویل، خوښ دی چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو لسوالیو کې د اوبو د مدیریت ګڼې پروژې بشپړې شوې دي.

د هغه په وینا، د یادو پروژو له بشپړیدو سره د ځمکې لاندې اوبو سطحه مدیریت او د ځمکې پرسر د اوبو ضایعاتو مخنیوی شوی دی.

هیره دې نه وې چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت اقتصاد او کرنې ریاستونو له لوري ورته لسګونه رغنیزو پروژو د بشپړیدو راپورونه ورکړل شوې دي.

مطالب

لوګر
د اوبو او انرژۍ
پروژې

دا خبر نورو سره شریک کړئ