د روسیې لپاره د افغانستان نوماند سفیر منلو یادښت متقي ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره ليدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره ورځ (یکشنبه، جوزا ۱۱) پر اېکسپاڼه ویلي چې دغه کتنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو په نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو هوکړو او په دوه اړخیزو کاري کمېټو بحثونه وشول.
ښاغلي ژیرنوف امیرخان متقي ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د ډپلوماتیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
یاده لیدنه کې متقي هم له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.
دا داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې پاکستان هم وویل، غواړي اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي چې ورپسې د افغانستان سرپرست حکومت هم د متقابل ګام په پورته کولو ټینګار کړی دی.