Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د ۱۳ کسانو وژنه؛ ښکېلوکسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

خوست کې د ۱۳ کسانو وژنه؛ ښکېلوکسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.



د خوست د عليشيرو او تريزيو ولسوالي د بوخانه سيمه کې د ۱۳ وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي او خواخوږي په ياده پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ يوه غړي ټيکه‌خان ماهر رسنیو ته وویل، له چا سره شخصي دښمني نه‌لري او ښکېلو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: «موږ له هېچا سره دښمني نه‌وه، هېڅ بد مو نه‌لرل، دوی اوس څو کسان د پېښې په تړاو نيولي، ولسوالي ته يې وړي، خو دا معلومات نشته چې رښتيا دغه کسان دي يا غلط دي. هغه به دوی پلٹنو څخه معلوميږي.»

نوموړی زیاتوي چې پېښه کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې پنځه ماشومان هم په‌کې شامل دي. ټېکه‌ خان ماهر له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

د خوست امنيتي مسوولان وايي نامعلومو وسله‌والو کسانو تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ غړي په ډزو وژلي دي.

په ورته مهال د سيمي اوسېدونکي وايي، د دا ډول نورو پېښو د مخنیوي لپاره بايد ښکېل کسان ونيول شي او په عام محضر کې سخته سزا ورکړل شي.

د خوست امنيه قومنداني د امنيت امر عبدالحليم حيدر بيا وايي چې د یادې پېښې په تړاو یې، پنځه شکمن کسان نيولي دي.

هغه زیاتوي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او په وینا یې، د نورو ښکېلو کسانو په لټه دي. تراوسه د دې پېښې انګېزه او څرنګوالی نه‌دی روښانه شوی.

د وژل شويو کسانو جنازې پرون مازديګر خاورو ته وسپارل شوې چې د ولايتي مسوولانو سربېره، ګڼ‌شمېر عامو خلکو هم د جنازې مراسمو کې ګډون کړی وو.

مطالب

خوست کې
د ۱۳ کسانو وژنه
ښکېلوکسانو ته دې
سخته سزا ورکړل شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ