Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې یو هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی.
۱۲ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې یو هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی.

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د جلرېز ولسوالي په «مامیکو» کلي کې د تورګل په نوم یوه کس هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي رسنیو ته وویل، د پېښې ځای ته له مرکز میدانښار څخه اطفایه رسیدلې او له سر زیان څخه مخنیوی شوی، خو مالي زیانونه زیات رامنځته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د پېښې ځای ته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست د څېړنې ټيم رسېدلی او ژر تر ژر به معلومه کړي چې یاده پېښه د څه له امله رامنځته شوې چې له زیانمنې شوې کورنۍ سره به مرسته هم وشي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پرمهال خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
یو هستوګنیز کور
په بشپړه توګه سوځېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ