Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا لیبیا ته د فلسطینیانو د لېږد راپورونه رد کړل.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

امریکا لیبیا ته د فلسطینیانو د لېږد راپورونه رد کړل.

په طرابلس کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې هېواد یې لیبیا ته د فلسطینیانو د لېږدولو پر پلان کار کوي. 

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزې اوسېدونکو د لېږد راپورونه بې بنسټه دي او هېواد یې په هېڅ کوم داسې پلان کار نه کوي.

 د اسراییل ټایمز د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې ځینو امریکایي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې واشنګټن غواړي د غزې یو مېلیون اوسېدونکي لیبیا ته انتقال کړي او دا پلان اوس مهال تر کار لاندې دی.

مطالب

امریکا لیبیا ته د فلسطینیانو
د لېږد راپورونه رد کړل

دا خبر نورو سره شریک کړئ