Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان: له ای اېم ایف څخه د نور پور اخیستو هوکړې ته نږدې شوي یو.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

پاکستان: له ای اېم ایف څخه د نور پور اخیستو هوکړې ته نږدې شوي یو.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای‌ېم‌اېف) له استازو سره د درې ميلياره ډالرو پور په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي. د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له دې اقدامه هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د دې لنډمهالي تړون له امله به ياد هېواد د اقتصادي ودې په لور حرکت وکړي. پاکستان له ۲۰۱۹ کال راپدې خوا له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ میلیاردو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی و.

مطالب

پاکستاني
له ای اېم ایف
هوکړې ته نږدې شوي یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ