حماس ټرمپ ته: د ګواښ ژبه به مسایل پېچلې کړي.
د حماس ډله د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرکون کې ویلي چې ګواښ ارزښت نهلري او یوازې به مسایل پېچلې کړي.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمېع ابو ظهوري رویټرز ته ویلي چې شوي اوربند ته باید له دواړو لوریو درناوی وشي او په وینا یې، ټرمپ باید دا په یاد ولري.
هغه زیاته کړې چې پاتې برمته شوي اسراییلیان به اوربند ته د درناوي په پایله کې بېرته خپلو کورونو ته ستانه کېدای شي.
هغه وویل: «ټرمپ باید په یاد ولري چې هوکړهلیک شوی او باید د دواړو لوریو څخه ورته درناوی وشي او دا یوازینۍ لاره ده چې اسراییلیان بېرته خپلو کورونو ته ستنولی شي. د ګواښ ژبه ارزښت نهلري او یوازې به مسایل پېچلې کړي.»
ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکې شنبې ورځې تر ۱۲ بجو باید ټول برمته شوي بېرته خوشې کړي، ګنې د نوموړي په وینا، دوزخ به رامنځته کړي.
ټرمپ دوشنبه، فبرورۍ لسمه ویلي، که حماس دا کار ونهکړي د اسراییلو-حماس ترمنځ اوربند به لغوه او اجازه به ورکړي چې د ده په ټکو «جهنم به پیل شي.»
حماس همداراز د اسراییلو له لوري اوربند ته د نهژمنتیا او وژنو له امله د برمته شویو د خوشېکولو راتلونکی پړاو هم تر نامعلومې نېتې ځنډولی دی.