د بښنې نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال له بد چلند، نیونو او جبري شړلو سره مخ دي.
یاد بنسټ د چنګاښ پر ۱۷مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي چې اوس افغانان د بل هر وخت پرتله ډېر نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه مرستو له کمېدو سربېره په جبري توګه د افغانانو ایستلو د هغوی ژوند لا سخت کړی دی.
دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوې چې د افغانستان له ۲ ګاونډیو هیوادونو( ایران او پاکستانه) د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.