Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د درېوو مهمو پروژو چارې پیل شوې.
۱ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې د درېوو مهمو پروژو چارې پیل شوې.

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د ملګروملتونو د پراختيايي بودجې په مرسته د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د استنادي دېوال، کانال او کارېز جوړولو کارونه په‌کې شامل دي.

د کندهار د اوبو او انرژي رییس سیدمحمد شرافت ویلي چې دغه پروژې د ملګروملتونو د پراختیايي بودجې له‌خوا تمویلېږي او پنځه میلیونه ۹۳۸زره او ۸۴۷ افغانۍ لګښت پرې کېږي.

په دې پروژه کې د ۱۳۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دېوال، د ۴۲۵ مترو په اوږدوالي یو کانال او د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د یوه کارېز جوړولو چارې شاملې دي.

د شرافت په وینا، دغه پروژې به د سیمې د خلکو لپاره د اوبو رسونې او کرنې برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

چارواکو ویلي چې دغه پروژې به د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې چې د خلکو لپاره د اوبورسونې او کرنې برخو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

مطالب

د کندهار په ارغنداب ولسوالي
د ملګروملتونو د پراختيايي بودجې په مرسته

دا خبر نورو سره شریک کړئ