Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

خوست کې د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي.



خوست کې سږ کال په مرکز او ولسوالیو کې په ۱۸ زره او ۵۹۵ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې څه باندې ۵۰ زره ټنه حاصل یې ورکړی.

د خوست ولايت مقام نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ۱۹زره او ۲سوه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل شوي چې همدا لامل شوی، ترڅو د غنمو حاصلاتو کې زياتوالی راشي.

يو شمېر بزګران هم وايي، سږ کال يې د غنمو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه و.

د عليشرو ولسوالي يو تن بزګر عبدالله جان وويل چې د غنمو حاصلاتو زياتوالي لامل يو شمېر بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو ورکړه وه.

هغه وويل، سږ کال د غنمو کروندې له طبيعي افتونو خوندي پاتې شوي چې دا هم د حاصلاتو زياتوالي لامل شوی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې ټولو بزګرانو ته که اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي او لاسنيوی يې وشي، حاصلات به یې نور هم زيات شي.

مطالب

خوست کې د غنمو حاصلات
۱۲ سلنه زیات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ