Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ چکډېمونه جوړېږي.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ چکډېمونه جوړېږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وایي چې دغه چکډېومونه به د یاد ولایت په اوو ولسوالیو کې جوړ شي.

د کرنې رییس وویل: «ننګرهار کې له ملي بوديجې د نږدې ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت په اچین، ګوشتې، هسکې مېنې، پچیراګام، کامې، مومنددرې او بټي کوټ ولسوالیو کې د باراني اوبو ذخیره کولو او ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړولو په موخه چيکډېمونه جوړيږي، چې د يوې مياشتې په موده کې به جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.»

په ورته مهال د کرنې وزارت د اوبولګولو رییس مولوي معاذالله بیا وايي چې د هېواد ټولو ولسوالیو کې د اوبوذخیره کولو، سېلابونو مخنیوي، چینو او کاریزونو تاندولو لپاره یو-یو چکډېم جوړوي.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او د ځینو نورو کارونه اوس پیل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په ۱۵ولسوالیو کې چکډېمونو چارې بشپړې او د پاتې اوو چکډېمونو جوړولو چارې اوس پیل شوې.

مطالب

د ننګرهار
په اوو ولسوالیو کې
په ۱۸ میلیونه افغانۍ
چکډېمونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ