Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو پرمهال یوازې پرون «شنبه، جولای ۱۹مه» ۱۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

په یادو کسانو ۳۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې رفح ښار کې د مرستو وېش مرکز مخې‌ته د اسراییلو له لوري په نښه شوي دي.

د روان کال له مې میاشتې راهیسې د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز او څانګو ته نږدې د اسراییلو په ډزو کې څه باندې ۹۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه مرکز د اسراییلو او امریکا له لوري کنټرولېږي او هره ورځ د غزې اوسېدونکو ته د مرګ په بیه ناڅیز خوراکي توکي وېشي.

بل‌خوا اسراییلي ځواکونو د غزې په دیارالبلاح سیمه کې ځمکني عملیات پراخ کړي او ګڼو خلکو ته یې، له خپلو سیمو د وتلو امر کړی دی.

غزه کې د روانې جګړې له امله تر دې مهاله نږدې ۵۹زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۰زره نور ټپیان دي.

مطالب

غزه کې د اسراییلو بریدونه
لږترلږه ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ