ملګروملتونو افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي، د دغه سازمان د بېړني غبرګون مرکزي صندوق افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال انډریکا راټواټ ویلي چې دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د لومړنیو مرستو برابرولو لپاره ولګول شي.
ملګروملتونو او یوشمېر هېوادونو تر دې وړاندې هم اړمنو افغانانو سره میلیونونه ډالره مرستې کړي دي.
دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان چې ۱۲ میلیونه او ۳۰۰ زره یې ماشومان دي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.