اسراییل د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډولي.
اسراییل د هغو ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډولي، چې ټاکل شوې وه، پرون
یې خوشې کړي. رویټرز د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر په حواله لیکلي چې د
نورو اسراییلي بندیانو د خوشې کېدو او د حما.س له لوري د مراسمو په ترڅ کې د
اسراییلي بندیانو نه خوشې کولو په تړاو به تر ډاډ ترلاسه کولو دغه
فلسطینیان خوشې نه کړي. حما.س پرون د غزې په خان یونس ښار او النصیرات
پنډغالي کې شپږ اسراییلي بندیان د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته وسپارل.