Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فوټبال؛ افغان لوبډله سبا یوه دوستانه لوبه له تایلنډۍ لوبډلې سره ترسره کوي.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

فوټبال؛ افغان لوبډله سبا یوه دوستانه لوبه له تایلنډۍ لوبډلې سره ترسره کوي.

ټاکل شوې چې د فوټبال ملي لوبډله سبا د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه یوه دوستانه لوبه له تایلنډۍ لوبډلې سره ترسره کړي. د مالوماتو له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دا په زړه پورې لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې په تایلنډ کې ترسره شي. د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د اسيايي هېوادونو د جام غوراوي سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کې د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د ميانمار له ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

مطالب

فوټبال؛ افغان لوبډله
سبا یوه دوستانه لوبه
له تایلنډۍ لوبډلې
سره ترسره کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ