Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: غزه کې د اوربند هوکړه ښايي ژر اعلان شي.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

ټرمپ: غزه کې د اوربند هوکړه ښايي ژر اعلان شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، باوري دی چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ډېر ژر اعلان شي. 

امریکايي چارواکي د حماس له‌خوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې په وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په‌کې شامل دی.

 د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي. رویټرز تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې زیاته کړې چې غزه د نویو بشرپاله مرستو باوجود، له ناورین سره مل ده.

مطالب

ټرمپ: غزه کې
د اوربند هوکړه ښايي
ژر اعلان شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ