Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یوناما: له نړۍوال ملاتړ پرته د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت خرابېږي.
۶ سرطان ۱۴۰۴

یوناما: له نړۍوال ملاتړ پرته د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت خرابېږي.

یوناما ویلي، دا کسان په داسې حال کې راستنېږي چې افغانستان له بې‌وزلۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ دی، او ډېری راستنېدونکي کډوال نه سرپناه لري او نه ورسره کوم ملاتړ شته دی. 

د یوناما په تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که نړۍواله ټولنه بېړنی مالي ملاتړ ونه کړي، د راستنېدونکو د ادغام هڅې به له ستونزو سره مخ شي.

 راپور زیاتوي چې ملګري ملتونه او شریک بنسټونه چمتو دي، خو نړۍوال ملاتړ ته اړتیا شته، څو د دغو کسانو خوندیتوب، امنیت او دوامدار ژوند یقیني شي.

مطالب

یوناما: له نړۍوال ملاتړ پرته
د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت خرابېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ