Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

م.م: افغانستان ته راغلي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
۴ سرطان ۱۴۰۴

م.م: افغانستان ته راغلي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د مېشتولو پروګرام پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې خبرداری ورکړی چې افغان راستنېدونکي په خپل هېواد کې د ژوند بیا پیلولو له اړخه له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دي. 

یاد بنسټ ویلي، چې له ایران او پاکستانه څه باندې یو میلیون افغانان راستانه شوي دي. د یاد پروګرام په خبره، د دغو کسانو ډېر یې کمه پانګه لري.

 یاد بنسټ زیاته کړې چې دا پروګرام له راستنېدونکو سره مرسته کوي خو په خبره یې، دا ملاتړ د دوی اړتیاوو ته په کتو بسنه نه کوي. د راپورونو له مخې، دغه راز ډېری راستنېدونکي سرپناه نه لري او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

مطالب

م.م: افغانستان ته راغلي کډوال
له ګڼو ستونزو سره مخ دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ