Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ فلسطینیان وژل شوي.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ فلسطینیان وژل شوي.



غزه کې د اوربند ټینګښت لپاره له هڅو سره هم‌مهاله اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی.

د راپورونو پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو پرمهال شاوخوا ۷۸ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ورته وخت کې الجزیرې شبکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر په خبره راپور ورکړی چې حماس سره د مذاکراتو لپاره خپل ټیم د قطر پلازمېنې دوحې ته استوي.

غزه کې د اوبند طرحه د امریکا له لوري وړاندیز شوې چې له مخې به یې ۶۰ ورځنی اوربند وشي او د حماس او اسراییل ترمنځ به یرغمل شوي تبادله شي.

اسراییل د امریکا د اوربند طرحه منلې او حماس تېره ورځ وویل چې له منځګړو سره یې خپل ځواب شریک کړی او چمتو دي ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، شاوخوا ۵۷ زره او ۲۶۸ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۳۵ زره او ۶۲۵ ډېر ټپیان شوي دي.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونه
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ فلسطینیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ