روسي الوتکو د اوکراین نظامي هوایي ډګرونه په نښه کړي دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی، چې
تېره ورځ یې ځواکونو، په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو په ترڅ کې د
دغه هېواد نظامي هوايي ډګرونه په نښه کړي. د اوکراین حکومت د دغو بریدونو
په اړه لا څه نه دي ویلي. د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د
روسیې وسله والو ځواکونو د هوا له لارې په دقیقو بریدونو کې د اوکراین د
نظامي هوايي ډګرونو پر زیربناوو بریدونه کړي، او خپلې موخې یې ترلاسه کړي
دي. د روسيې ځواکونه دغه بریدونه داسې مهال ترسره کوي، چې په اوکراین کې د
جګړې د پای ته رسولو په موخه د لومړي پړاو خبرې اترې د امریکا او روسیې
لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ریاض کې تېره اونۍ پای ته رسېدلې دي، چې موخه یې د
امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د
غونډې تنظیمول و.