Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولین وایي، چې په دې ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي. د مسوولینو په خبره په دغه روغتون کې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ پورې په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان بسترېږي. د اندراګاندي د روغتون د تنفسي ناروغو او سینه بغل څانګه اوس‌مهال په یوه بستر کې د څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوي. په داسې حال کې چې ناروغ لرونکو تردې وړاندې هم د درملنې د بسترونو له کموالي شکایتونه درلودل. د ډاکټرانو په خبره، د سړې او ککړې هوا سربېره، بې‌وزلي او بې‌روزګاري، حفظ الصحې ته نه پاملرنه، او له ماشومانو د ناروغو کسانو لېرې نه‌ساتل د دې لامل کېږي، چې ډېری ماشومان پر تنفسي ناروغۍ اخته شي.

مطالب

هیواد کې د ماشومانو
تنفسي ناروغۍ
زیاتې شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ