Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جاپان په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره پنځه میلیونه ډالر مرسته وکړه.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

جاپان په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره پنځه میلیونه ډالر مرسته وکړه.

 د جاپان حکومت، په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو او د واکسین خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره پنځه میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه.

په کابل کې په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوایلې وویل، دغه مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته د لوړ کیفیت واکسین د رسولو او د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره ځانګړې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د پولیو له‌منځه وړل ممکن دي او د جاپان له حکومت سره دا ملګرتیا او د جاپان ولس سخاوتمندي له موږ سره مرسته کوي چې دا تاریخي هدف ترلاسه کړو. له دې مرستې سره به وکولای شو تر ټولو لرې پرتو سیمو ته واکسینونه ورسوو او د پولیو له منځه وړل یقیني کړو.»

د یویسف د معلوماتو له مخې، د دې مرستې پرمټ به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې څه باندې ۱۳.۳ میلیونه ماشومانو ته د واکسین خدمتونه وړاندې شي.

تاج‌الدین وویل، جاپان له یونیسف سره نږدې دوه لسیزې همکاري کړې چې پکې د دودیزو واکسینونو (سیل، شري، تور زېړي او پولیو) پېر، د واکسین د ساړه ساتلو سیستم پیاوړتیا او تخنیکي مرسته شامله ده.

نوموړي زیاته کړه، دا پنځه میلیونه ډالره مرسته به د ۲۰۲۵ کال لپاره د واکسین د تدارکاتو تشې ډکې او د بشري سرچینو اړتیاوې پوره کړي او هغو سیمو ته چې روغتیايي خدمات پکې محدود دي، د لوړ کیفیت واکسین ورسول شي.

په یاده غونډه کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومییا هم خبرې وکړې.

 هغه وویل، افغانستان لاهم له هغو هېوادونو دی چې پولیو پکې شتون لري او د ټول هېواد په کچه منظمو واکسیني هڅو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه: «د جاپان حکومت او ولس په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو ارزښت درک کوي. هیله‌مند یو چې دا نوې مرسته د یونیسف له لوري د ماشومانو او کورنیو د روغتیا د ښه‌والي لپاره مثبته نتیجه ورکړي.»

هغه دا مرسته د افغانستان د روغتیا له سکټوره د جاپان د دوامداره ملاتړ یوه بله بېلګه وبلله.

مطالب

جاپان په افغانستان کې
د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره
پنځه میلیونه ډالر مرسته وکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ