Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

بلخ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. 

یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د بلخ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. 

د مالوماتو له مخې په یاده شبکه کې د ۱۳۰مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۳۲ سولر تختو او ۲۶۰ شیردانونو نښلول شامل دي.

مطالب

بلخ کې لسګونه کورنیو ته
د څښاک اوبه برابرې شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ