Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

المان ته د افغانانو د لېږد درې نورې الوتنې تنظیم شوي.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

المان ته د افغانانو د لېږد درې نورې الوتنې تنظیم شوي.

د المان د بهرنیو چارو بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د انتقال درې نورې الوتنې تنظیم کړې دي. 

دغه درې الوتنې د راتلونکې چهارشنبې او د اپریل پر۲۳مه او ۲۹مه ترسره کیږي. د المان د مسیحي‌ دیموکرات ګوند سرمنشي په یوه مرکه کې ویلي، کله چې نوی حکومت خپل کار پیل کړي، دا ډول چارټر الوتنې به پای ته ورسېږي.

 نوموړي ژمنه کړې، چې د بیربوک د راوستلو د اقداماتو پر ځای به نوی حکومت د هغو کسانو پر شړلو تمرکز وکړي چې د پناه غوښتنې حق نه لري یا مجرمان ګڼل کېږي. 

د المان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر دغه اقدام «شرمناک او پوره بې‌پروایي» بللې. د ټي انلاین او نورو جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، د المان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پلان لري چې د اپرېل پر۱۷مه، ۲۳مه او ۲۹مه نېټه له اسلام اباد نه د افغانانو د لېږدونې درې الوتنې ترسره شي.

مطالب

المان ته د افغانانو د لېږد
درې نورې الوتنې تنظیم شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ