د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بولۍ له لارې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو (بیروج) د پلورل کېدو خبر ورکړی دی.
د کونړ ولایت د کانونو او پټرولیم رییس شیرین اغا وایي، چې د دغه ولایت له کانونو ترلاسه شوي ۵۶۶.۳۹ کیلوګرامه بیروج د نږدې ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د شفافې بولۍ له لارې وپلورل شول.
د نوموړي په وینا، له یادې بولۍ له لارې ترلاسه شوي لس سلنه عواید به د دولت خزانې ته جمع شي.