Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران دغه هېواد ته د لبناني الوتکو پر الوتنې بندیز ولګاوه.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

ایران دغه هېواد ته د لبناني الوتکو پر الوتنې بندیز ولګاوه.



ایران د دغه هېواد تهران هوايي ډګر کې د لبنان اړوند مسافروړونکو الوتکو د ښکته کېدو اجازه نه‌‌ده ورکړې.

ایران دغه ګام وروسته له هغې اخلي چې د اسراییلو له اعتراض وروسته لبنان پلازمېنې بیروت ته د تلونکو دوو ایراني الوتکو د ښکته‌کېدو مخه نیولې ده.

لبنان ته د ایراني الوتکو ورتګ وروسته له هغې بند شو چې اسراییلو پر ایران تور پورې کړ چې دغه هېواد په غیرپوځي الوتکو کې د لبنان حزب‌الله ډلې ته نغدې پیسې لېږدوي.

ایران هم د لبنان یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، څو چې ایراني الوتکو ته اجازه ورنکړل شي، دوی به ایران ته د یاد هېواد الوتکې راپرېنږدي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ټينګار کړی چې دغه ستونزه به د خبرو له لارې حل کړي.

د ایران او لبنان ترمنځ د الوتنو ځنډېدو له امله دواړو هېوادونو کې ګڼ‌شمېر مسافر ایسار پاتې دي.

مطالب

ایران دغه هېواد ته
د لبناني الوتکو پر
پر الوتنې بندیز ولګاوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ