Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې څه باندې ۵۰۰ پولیس له زده‌کړو فارغ شول.
۲۶ ثور ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې څه باندې ۵۰۰ پولیس له زده‌کړو فارغ شول.

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د یاد ولایت د دښتي‌ټوپ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه سلګونه کسان فارغ شول.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار رسنیو ته وویل، د دغه ولایت د ملي پولیسو له روزنیز او ښوونیز مرکز څخه په نهمه دوره کې ۵۴۳ کسان فارغ شول.

هغه زیاته کړه، فارغ شویو پولیسو ته د عقیدوي او نظامي زده‌کړو سربېره له ولس سره د غوره چلند او د دښمن پر وړاندې د مسلکي چلند په اړه هم زده‌کړې ورکړل شوې دي.

ده وویل، یاد پولیس به د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په هدایت په بیلابیلو سیمو کې په دندو وګمارل شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ورته سلګونه کسان هم فارغ شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې څه باندې
۵۰۰ پولیس له زده‌کړو فارغ شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ