Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي امیر خان متقي له عباس عراقچي سره کتلي.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

مولوي امیر خان متقي له عباس عراقچي سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره کتلي دي. 

سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوه‌اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي. 

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې ارزښتناکې وبللې او د مختلفو برخو لکه سوداګرۍ، ترانزيټ، کډوالۍ او سياسي همغږۍ په اړه يې د لا پراخو همکاريو غوښتنه وکړه. 

ښاغلي متقي ټينګار وکړ چې د افغان کډوالو بېرته ستنول بايد د “تدريج اصل” ته په کتو ترسره شي. بلخوا، د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي وويل چې دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو نوې پړاو ته په ګډه لاړ شي. 

نوموړي د افغان کډوالو بېرته تګ باعزته او تدريجي وباله، او ژمنه يې وکړه چې په ايران کې به افغان کډوالو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.

مطالب

مولوي امیر خان متقي
له عباس عراقچي سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ