Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان لومړنۍ درې اړخیزه غونډه شوې.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان لومړنۍ درې اړخیزه غونډه شوې.



د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکسپاڼه لیکلي چې نن (شنبه، ثور ۲۰) کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړنۍ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.

هغه ویلي چې دغه غونډه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په کوربه‌توب شوې ده.

د ده په وینا، یاده غونډه کې ګډون‌کوونکو د امنیتي او اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییز ثبات په اړه لیدلوري شریک کړي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تېره ورځ کابل ته په سفر راغلی دی.

هغه تېره ورځ جمعه د دغه سفر په اړه ډېر جزییات نه وو ورکړي، خو ویلي وو چې د اسلامي امارت چارواکو سره به مهمې ناستې ولري.

هغه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو سره هم‌مهاله کابل ته سفر کړی دی.

مطالب

کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان
لومړنۍ درې اړخیزه غونډه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ