تورخم دروازه لا هم تک او راتک پرمخ بنده ده.
تورخم چې افغانستان او پاکستان ترمنځ په مشرقي ذون کې نښلونکې دروازه ده نن د دریمې ورځې پرمهال لاهم د هر ډول تک راتک پرمخ د پاکستان له خوا تړل شوې.
تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت وایي، نن مازیګر مهال له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کوي او له مقابل لوري سره به د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه خبرې وکړي.
افغان لوري له مسافرو غوښتي ترڅو چې دروازه نه وي پرانستل شوي په دې لاره له تک او راتک څخه ډاډه وکړئ