Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د قطر امیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

د قطر امیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی.

د راپورونو له مخې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني په دوه ورځني سفر هند ته تللی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر نریندرا مودي د نوموړي هرکلي لپاره ایندراګاندي هوايي ډګر ته ورغلی و. سرچینې ویلي، چې ټاکل شوې دواړو لوري د اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو ناستې وکړي. سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې د سوداګرو یو پلاوی هم د قطر له امیر سره په دې سفر کې ملتیا کوي.دا هند ته د ال‌ثاني دویم سفر دی. د یادونې ده چې نوموړي په لومړي ځل ۲۰۱۵ کال کې هند ته سفر کړی و.

مطالب

د قطر امیر په
دوه ورځني سفر هند ته تللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د قطر امیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی.